انځور: ارشیف

د طالبانو خپلمنځي اختلافات؛ ايا دا ډله د نوي رهبر په لټه ده؟

زهرا جويا

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د جنګ له لارې افغانستان کې واک ته ورسېدل او د امريکايي ځواکونو او متحدينو تر وتلو وروسته په عملي توګه پر افغانستان واکمن شول. طالبان چې تر ډېره حده پښتانه دي، د خپلې واکمنۍ په ۱۷ مياشتو کې يې د افغانستان پر وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو ګڼ بنديزونه ولګول.

خو دا ډله له خپلمنځي مخالفتونو سره هم مخ ده. د طالبانو په ډله کې وروستی مخالفت په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړې د بنديز په اړه دی. د دې ډلې دوو لوړپوړو غړو امير خان متقي او ملا عبد الغني برادر په کابل کې ويلي، چې «خلک کار، امنيت او تعليم غواړي.»

کله چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د پوهنتون دروازې وتړلې، د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي هم د طالبانو پرېکړې ته په خپل غبرګون کې وليکل چې د طالبانو يو شمېر غړي له دې پرېکړي سره موافق دي، ټول نه.

د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډيکر هم د بشري حقونو په نړيواله ورځ طالبانو ته په خطاب کې لیکلي و چې د طالبانو کندهاري مشران بايد د بشري حقونو ملاتړ وکړي.

کندهاري طالبان چې د دې ډلې د بنسټ ايښودونکي ملاعمر پيروان دي له حقاني شبکې سره يې اختلافات پټ دي. له همدې وجې يې تر منځ د واک پر سر وسله واله شخړه نه ده شوې. دا چې ډېری خلک اختلافات د وسلوالې شخړې معادل بولي نو کله چې داسې څه نه پېښېږي، فکر کوي چې د طالبانو تر منځ اختلاف نشته. په داسې حال کې چې ويل کېږي، طالبان د واک لاس ته راوړلو پر سر له يوه – بل سره په سخته سيالۍ کې دي.

د پخواني حکومت يوه کارمند چې د طالبانو د رژيم په اداره امور کې يې اووه مياشتې کار کړی دی، د خپل هويت د پټ ساتنې په شرط وويل، چې طالبان حتا د برياليتوب په روايت کې اختلاف سره لري چې دا ډله د جنګ له لارې بريالۍ شوې او که د ډيپلوماسۍ.

د پخواني حکومت دا کارمند چې اوس مهال په يوه اسيايي هيواد کې دی، په يوه ټیليفوني اړيکه کې وايي، چې د سراج الدين حقاني په مشرۍ حقاني شبکه، د ملا هبت الله آخوندزاده په مشرۍ د ملابرادر له ډلې (کندهاري طالبان) سره د امريکا په وړاندې د برياليتوب پر روايت اختلاف لري. هره ډله هڅه کوي چې د زمري د ۲۴مې يا هم اګست د ۱۵مې او وږي د ۹مې يا اګست ۳۱مې په اړه خپل روايت عام کړي. په بل عبارت، اختلاف د جنګ يا ډيپلوماسۍ له لارې د امريکا پر شړلو دی. همدا راز کابل ته د طالبانو ننوتل هم يوه داسې موضوع ده چې دواړه اړخونه پرې جدي اختلافات لري او هره خوا غواړي ثابته کړي چې تر نورو وړاندې کابل ته ننوتلي او دا وياړ په خپل نوم ثبت کړي.

د ده په وينا، حقاني شبکه د اګست ۱۵مه تاريخي ورځ يادوي چې په دې ورځ د جمهوريت نظام د طالبانو په لاس سقوط شو. دا شبکه چې ډېری غړو يې د جمهوري نظام او د افغانستان د خلکو په وړاندې په ځانمرګو بريدونو کې لاس درلود، په دې باور دي چې د افغانستان پخوانی حکومت د نظامي اقدام په پايله کې سقوط شو، نه د هغو مذاکراتو په پايله کې چې په دوحه کې وشول. پر همدې اساس، د سراج الدين حقاني تر مشرۍ لاندې د طالبانو پوليسو د ۲۰۲۲ اګست پر ۱۵مه په ټول هيواد کې پوځي مانورونه وکړل.

په سیاسي پروګرامونو او پوځي نمایشونو کې د طالبانو خپلمنځي اختلافات په سم ډول څرګندیږي.انځور: خواله رسنۍ

دا ۳۴ کلن سړی چې د طالبانو په ځينو غونډو کې يې ګډون کړی دی، وايي چې د ملا برادر اړخ په دې باور دی چې له افغانستانه د امريکا وتل د مذاکراتو او هغه تفاهم ليک پايله ده چې د ملا برادر او د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دوحه کې لاسليک شو. د کندهاري اړخ په وينا، له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو لپاره د تفاهم ليک له لاسليکولو پرته پر جمهوريت په نظامي توګه بريالي کېدل ناشوني و. د دوی په باور، دا د دوحې مذاکرات و چې د جمهوريت نظام يې سقوط کړ او د امريکا وتلو ته يې لار برابره کړه. له همدې وجې د وږي نهمه چې د دوحې د مذاکراتو پر اساس د امريکا له وتلو سره اړه لري، بايد د افغانستان په کليزه کې د تاريخي ورځې په توګه ثبت شي.

د ده په وينا، پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو په يو کلن حاکميت کې د دې اختلافاتو له وجې، د طالبانو د چارو ادارې د دې ډلې د لومړي وزير ملا حسن آخوند له «شفاهي لارښوونې سره سم» د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو له وزارت څخه غوښتي و چې د وږي نهمه/۳۱ اګست عمومي رخصتي اعلان کړي. همدا راز په دې ليک کې د ولايتونو له مسوولينو څخه غوښتل شوي و چې دا ورځ ولمانځي.

د همدې روايتونو له مخې، هر اړخ ځان د رهبرۍ وړ ګڼي او د زيات واک د لاسته راوړلو په هڅه کې دي. د دې روايت له مخې د دواړو اړخونو تر منځ اختلافات ورځ په ورځ زياتېږي او د دې ډلې رهبري يې له ابهام سره مخ کړې ده. د سرچينې په وينا، د برياليتوب د روايت له مخې د واک پر سر شخړه کومه تازه مسله نه ده؛ بلکې د طالبانو د سرپرستې کابينې د جوړېدلو پر مهال د نظر دا اختلاف په ارګ کې دننه د ملا برادر او د سراج الدين حقاني د کاکا تر منځ تر فزيکي شخړې رسېدلی و.

د ملا برادر ډلې د وږي نهمه د باګرام په هوايي ډګر کې ولمانځله چې سراج الدين حقاني پکې ګډون نه و کړی. په دې مراسمو کې د حقاني شبکې نه ګډون او په دې ورځ د نظامي مانورونو نه کېدل، يو ځل بيا د طالبانو تر منځ شته اختلافات روښانه کړل.

په همدې حال کې د طالبانو له منځه ځينې سرچينې وايي، چې تېر کال د ډسمبر پر ۱۴مه سلګونه کندهاري طالبانو د سراج الدين حقاني له تړلو هلمندي طالبانو سره د اختلاف له وجې په هلمند ولايت کې نظامي مرکز پرېيښی و او د کندهار لور ته يې حرکت کړی و.

هغه ځواکونه چې د کندهاري طالبانو سره تړاو لري د حقاني شبکې سره د شخړې وروسته د هلمند له اډې څخه ووتل. انځور: خواله رسنۍ

د ډسمبر پر ۱۵مه پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره شوه چې پکې ښکاري زيات شمېر طالب ځواکونه له نظامي موټرو، ټانکونو او رينجرو سره نظامي اډې پرېږدي. چا چې دا ويډيو ثبت کړې ده، وايي چې هلمندي طالبان د ښوراب په اډه کې د کندهاري طالبانو احترام نه کوي او له همدې وجې دوی دا اډه پرېيښې ده.

د هلمند ولايت د واشير ولسوالۍ په ښوراب نظامي اډه کې بريتانوي ځواکونه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ماموريت پر مهال مېشت و. دا اډ‌ه د افغانستان په کچه يوه تر ټولو لويه نظامي اډه ده.

د طالبانو د ډلې تر منځ د اختلافاتو يو بل اړخ د نشيي توکو او له غربي هيوادونو او د افغانستان له پخوانيو سرتيرو د پاتې وسلو قاچاق دی. له کندهار ولايت څخه سرچينې وايي چې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته د هيواد په سویل کې د وسلې قاچاق د طالبانو د خپلمنځي ډلو رقابت و. د همدې اختلافاتو له امله د دې ډلې ځينې غړي ونيول شول او ځينو پکې خپلې دندې وبايللې.

يوه سرچينه چې اوس مهال د طالبانو په حکومت کې کار کوي، د خپل هويت د پټ ساتنې په شرط وويل، چې د طالبانو د حکومت په لومړيو مياشتو کې له ناټو او د افغانستان له سرتېرو پاتې وسله په قاچاقي توګه پاکستان ته وړل کېدله. دا سرچينه پاکستان ته د قاچاق شويو نظامي وسايلو د مقدار په اړه معلومات نه لري. د دې سرچينې په وينا، له امريکا پاتې شوي وسايل يوازې پاکستان ته نه دي وړل شوي بلکې ايران ته هم قاچاق شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي لوا قوامندان مولوي زبير چې له حقاني شبکې سره تړلی دی، د کندهار د والي حاجي محمد يوسف وفا پر خلاف شکايت وکړ چې دی د خپلو خلکو په مرسته نظامي شيان پاکستان ته قاچاقوي. دی په کندهار کې د طالبانو والي ته چې «له نورزي قوم څخه دی او د دې ډلې مشر ته نږدې کس دی» اخطار ورکوي چې که د خپلو کارونو مخه ونه نيسي نو پر خلاف به يې اقدام وکړي. خو د کندهار والي ته تر دې اخطار دوې اونۍ وروسته مولوي زبير له دندې ګوښه کېږي. د دې اختلافاتو پر مهال د کندهار د استخباراتو رياست د عامه ارتباطاتو مسوول جواد ياسر هم د کندهار د امنيه قومندان او والي پر خلاف اعتراض وکړ چې پاکستان ته نظامي تجهيزات قاچاقوي. ياسر د والي دفتر تر ور غوښتل کېدو وروسته همالته ونيول شو او دوې شپې او ورځې په زندان کې و، تر خوشې کېدو وروسته له داعش سره د همکارۍ په تور له دندې لېرې کړل شو.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند مولوي صبور چې د خپلو ملګرو په همکارۍ يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې وه هم په کندهار کې د والي د خلکو له خوا له داعش سره په همکارۍ تورن شو او اوس ورک دی.

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنيو چارو وزارت معين صديق صديقي هم وايي، چې طالبان د پخواني حکومت له ځواکونو د پاتې منابعو پر سر اختلاف سره لري. د ښاغلي صديق په اند د طالبانو تر منځ اختلافات د منابعو وېش، پاکستان ته د وسلو قاچاق او د نشيي توکو د قاچاق پر سر دی.

نشيي توکي

د ۲۰۲۲ د اپريل پر درېيمه د طالبانو رهبر ملا هبت الله د يوه فرمان په خپرولو سره په افغانستان کې د نشيي توکو توليد، پېر او پلور «ممنوع» اعلان کړل او ويې ويل چې له سرغړوونکو سره به «د اسلامي شريعت» پر اساس  چلند کېږي.

خو د ګمرکاتو له رياستونو څخه موږ ته محرم را رسېدلی مکتوب ښيي چې په هلمند ولايت کې لا هم د تارياکو کښت روان دی. په دې ليک کې د «نشيي توکو» قاچاق کوونکو ته يادونه شوې ده چې له هغو فرعي لارو دې استفاده کوي چې د جمهوريت پر مهال يې کارولې.

د سرچينو په وينا، د نشيي توکو د قاچاق پروسه د ملا فاضل تر مشرۍ لاندې د کندهاري طالبانو له خوا مخته وړل کېږي. ملا فاضل د طالبانو يو مطرح جنګيالی دی چې اوس د دې ډلې  د دفاع مرستيال دی. د نشيي توکو د قاچاق پروسه د کندهاري او حقاني طالبانو تر منځ يوه لانجمنه موضوع ده.

حقاني ډلې له هغو قومونو سره بيعت کړی چې له کندهاري طالبانو سره تضاد لري او هغوی د خپلو ګټو پر وړاندې خطر بولي. اڅکزي د پښتنو يو قوم دی چې د هيواد په سویل په ځانګړې توګه کندهار  کې له جمهوريت څخه د دفاع لپاره فعال و او تر کومه وخته چې د کندهار ولايت امنيې قومندان جنرال عبدالرازق ژوندی و، دوی د نورو په پرتله ډېر ځواک درلود. خو د جمهوريت تر سقوط وروسته پاڼه واووښته او د نورزي قوم کندهاري طالبان چې له اڅکزيانو سره زړه دښمني لري، واکمن شول. ګڼ راپورونه ښيي چې طالبانو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د اڅکزي قوم ۳۰۰ داسې کسان وژلي چې له تېر نظام سره يې يو ډول نه يو ډول تړاو درلود.

د ميوند ولسوالۍ بندتيمور سيمې ته مې د خبريالې په توګه سفر درلود، د طالبانو له يوه قومندان سره مې غير رسمي بانډار درلود. د طالبانو دې قومندان چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د دوی د رهبر د عمومي عفوې تر اعلان وروسته دوی سپين بولدک ونيوه، چيرته چې اکثريت اڅکزيان دي.

د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې اڅکزي، نورزي او اسحاقزي مېشت دي.

د طالبانو دا غړی وايي: «د ورځې له خوا مو څه نه شوای کولای، خو دشپې له خوا ازاد و او هغه افراد مو په راحتۍ سره نيولای او وژلای شوای چې ورسره مخالف و.»

اڅکزی قوم چې له طالبانو سره سخت مخالف دي، د وژنې لړۍ يې لا هم روانه ده. خو حقاني شبکې له دې اختلاف څخه ګټه اخيستې ده او د اڅکزي قوم ملاتړ يې کړی دی.

سرچينه وايي چې د «حاجي پيدا محمد اکا» په نوم د اڅکزيانو يوه مشر له حقاني شبکې سره بيعت کړی دی، نوموړی د جمهوريت په وخت کې د کندهار د ولايتي شورا غړی و. له حقاني شبکې سره د ده د بيعت دليل د نورو اڅکزي ځوانانو د وژنې مخه نيول دي. سرچينې وايي چې حاجي محمد حقانيانو ته ويلي چې نورزيان د کندهار د والي «حاجي محمد يوسف وفا» په مشرۍ اڅکزي ځوانان وژني او ځمکې او کورونه يې غصبوي.

په کندهار کې د طالبانو د قومندانانو تر منځ شخړه

د روان کال د زمري مياشتې پر درېيمه طالبانو اعلان وکړ چې د طالبانو د صفري ځانګړو قطعاتو قومندان مولوي پیر آغا د غزني ولايت پر لار په يوه ترافيکي پېښه کې وژل شوی دی. مولوي پير آغا چې د کندهار له پنجوايي ولسوالۍ څخه و د کندهاري طالبانو يو مهم قومندان و، په ډېرو بريدونو کې يې ګډون کړی و او د دې ډلې يو ظالم قومندان ګڼل کېده. دی په وروستيو کلونو کې د ټيټې کچې له يوه قومندان څخه د طالبانو تر منځ په يوه بانفوذه شخص بدل شوی و او محبوبيت يې مخ پر زياتېدو و.

طالبانو د پیرآغا مړينه ترافيکي پېښه وبلله؛ خو له حقاني شبکې او کندهاري طالبانو سره تړلو افرادو وويل چې دی «ترور» شوی دی. مولوي پير آغا له خپلو دریو ساتونکو سره يو ځای د حج له سفره تر را ستنېدو وروسته له کابله کندهار ته په زرهي موټر کې روان و.

سرچينه وايي چې د ځينو کندهاري طالبانو شک دا و چې پير آغا له وړاندې د يوې طرحه شوې دسيسې له مخې وژل شوی دی. د ده تر مرګ وروسته، طالبانو د پير آغا ورور د ده پر ځای وټاکه.

د پير آغا ورور په يوه غږیز کليپ کې چې زموږ تر لاسو را رسېدلی دی وايي، چې د پير آغا د قتل مسوول رحيم الله حقاني دی. د پير آغا ورور په دې غږیز کليپ کې د حقاني شبکې کس رحيم الله حقاني په مرګ ګواښي او وايي چې دی به «مرداروي.»

د پير آغا تر وژل کېدلو اوولس ورځې وروسته مولوي رحيم الله حقاني د کابل په شش درک سيمه کې په خپله مدرسه کې په ځانمرګي بريد سره ووژل شو. رحيم الله حقاني د حقاني شبکې يو مهم غړی و او په کابل کې يې په يوه ديني مدرسه کې تدريس کاوه. نوموړي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خپله مدرسه د پاکستان له پېښوره کابل ته انتقال کړې وه. ويل کېږي چې ده د حقاني شبکې لپاره لسګونه ځانمرګي روزلي دي.

زموږ خبريال په افغانستان کې تر لسو له زياتو طالب جنګياليو سره مرکه کړې ده، دا خلک د طالبانو د قومندانانو او لوړ پوړو چارواکو له چلنده ناخوښ دي. دا طالب جنګيالي د معاشونو له نه ورکړې او د امکاناتو له نه شتونه شکايت کوي.

يو طالب سرتېری وايي: «زموږ مشران وايي چې د مجاهدينو تر منځ بايد تفرقه نه وي. مجاهد يو مجاهد دی. مشرانو ته وايو چې يو دې استخباراتي کړ، يو دې پوليس کړ او بل دي سرحدي کړ. تفرقه خو تاسو اچولې ده نه موږ. استخباراتو ته له اويا تر سلو زرو معاش ورکوئ، خو کوم کسان چې په پوليسو او اردو کې کار کوي، هيڅ پام ورته نه کوئ. هغوی [د استخباراتو خلک] غوښې او وريجې خوري خو په خدای قسم موږ ډوډۍ او شړومبې خورو.»

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنيو چارو معين صديق صديقي وايي، چې د طالبانو په ټيټه کچه کې اختلافات شته دي؛ خو تر اوسه لا هم داسې جدي اختلافات نه دي ليدل شوي چې سراج الدين حقاني د کورنيو چارو له وزارته او ملا يعقوب له دفاع وزارته ګوښه کړي.

ده وويل: «د طالبانو په بېلابېلو کچو کې اختلافات موجود دي، په ځانګړې توګه په هغو ادارو کې چې د حقاني شبکې تر کنټرول لاندې دي له پخواني دولت څخه د پاتې وسلو او نظامي وسايلو په شمول د دولتي منابعو پر وېش اختلافات شته دي. له بده مرغه د نظامي وسايلو يوه لويه برخه پاکستان ته انتقال شوې ده او په تورو بازارونو کې خرڅېږي.» ښاغلی صديقي وايي چې د ملا يعقوب او سراج الدين حقاني افراد له القاعده شبکې سره نږدې اړيکې لري.