دارزګان خلک د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه پريکړه غندي او زياتوي چې دوی هيله درلوده چې د نجونو پرمخ به له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم خلاص شي خو اوس په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز سخت خواشيني کړي دي.
هغه موټر چلونکي کې پر ياده لار هره ورځ تګ راتګ کوي د لارې رغيدو څخه خوښ دي خو په خبره يې چې دغه ډول رغول به يوازې د څه مودې لپاره ستونزې حل کړي خو زیاتوي، چې حکومت باید یاده لار په اساسي ډول ورغوي.