د لوګر ولایت یو بل تن اوسېدونکی خان ولي بهرام زوی اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د کورنۍ د ۱۴ غړو یې فورمې د برښنايي پېژندپاڼو مرکز ته سپارلې، خو هغو د ۲۲ ورځو په تېرېدو لاهم د بایومټریک لپاره بلنه نه دی ورکړې، نوموړې د دې مهمې پروسې د چټکتیا او په کې د شفافیت غوښتنه کوي.
باختر اژانس نن (یکشنبه، ۱۸ د تلې) خبر ورکړی چې د طالبانو سرپرستې کابینې پرېکړه کړې چې د احصایې او مالوماتو ملي اداره دې د تېر په څېر د برښنایي پېژندپاڼو وېش ته دوام ورکړي.
د دې مسلې له جنجالي کېدا وروسته، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د ۵۷ قومونو درجولو پرېکړه د قومونو د مشرانو په «مکررې» غوښتنې او د سترې محکمې د عالي شورا د تفسیري نظر پر بنسټ نیول شوې ده. خو د اطلاعات روز موندنې ښیي چې دغې ادارې د کمېسیون تشکیل او نظر یې، چې پر بنسټ یې یو علمي او باصلاحیته پلاوي هېواد کې مېشت قومونه پېژندل، له خلکو پټ کړی و.
تقي (مستعار) همدا چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ایمیل ترلاسه کړ، له دایکنډي یې کابل ته ځان ورسوه. تقي وایي، کله یې چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ته مراجعه وکړه له هغه وغوښتل شول چې له عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو استعلامونه راوړي او له بلې خوا دوه دولتي کارمنان دې یې ضمانت وکړي، څو وګمارل شي.