په لغمان کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو له تیرو څو ورځو سختو جګړو وروسته چې پرمهال یې د دولت شاه ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده. تازه بیا طالبانو د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکو ته ګواښ کړی، چې له خپلو کورونو ووځي، چې ګوندې دوی د ولایت پرمقام او پر نورو امنیتي پوستو د حملې پلان لري.
دغه ځایي سرچینه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، دغه ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وه چې نن سهار (پنجشنبه، ۳۰ د غویي) ترې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، په دولت شاه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو «لنډمهاله او تاکتیکي» شاتګ کړی او ولسوالۍ نه ده سقوط شوې. د هغه په خبره، افغان ځواکونه د مقاومت په حال کې دي او ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي.
بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلې، چې دولت شاه ولسوالۍ یې سقوط کړې او له حکومتي ځواکونو یې درې ټانکونه، یو رینجر موټر او ګڼ شمیر نورې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.