ښاغلي محب چې نن یې (یکشنبه، ۱۷ د کب) د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي او د ملي دفاع وزارت له مرستیال شاه محمود میاخېل سره په یوې ګډې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د افغانستان حکومت د امریکا دغه طرحه ترلاسه کړې ده.
ولسمشر غني په داسې حال کې د ټاکنو پر ترسره کولو او د اساسي قانون په خوندیتوب ټینګار کوي، چې تېره یوه اونۍ کې کابل ته افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هم مهاله، د سولې خبرو د کچې په پورته بېولو، د سولې مشارکتي حکومت پر طرحې او د خبرو اترو لړۍ په چټکتیا بحثونه رامنځته شوي.