په پنجشېر ولایت کې یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د کرواشي درې ته د «مقاومتجبهې» د دغو درېیو غړو د جسدونو د لېږد مخه نیولې او اجازه یې نه ده ورکړې، چې د سیمې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د فخر الدين او ګل چهرې نږدې خپلوان هم وايي، چې درې زامن او درې زومان يې د «مقاومت جبهې» غړي وو او د درې ولسوالۍ د عبدالله خيلو په غرونو کې تر زنداني کېدو وروسته وژل شوي دي.
د «مقاومت جبهې» برید هغه مهال پېل شو، چې د طالبانو سره قطعه عبدالله خېلو او ابشار ولسوالیو ته د کورونو د پلټنو په موخه روانه وه. په دې بريدونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى پنځه زغره وال موټر له منځه تللي دي.