د کورنیو چارو وزارت ویاند نن (سه شنبه، ۲۱ د غویي) ویلي، چې دا شمېر ملکیان په ۱۵ ځانمرګو بریدونو او په نږدې ۲۰۰ واټ غاړې او چسپکي ماین چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یاد کمېسیون پر دې پېښې د غمرازۍ په ښودلو د جنګ له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د خلکو د عادلانه او تلپاتې سولې ټينګېدو غوښتنې ته په درناوي، تاوتریخوالی کم کړي.
ځایي اوسېدونکو دغه اطلاعات، اطلاعات روز ته د نوم نه ښودلو په شرط وکړې. دوی وویل، دغه عملیات پرون (شنبه، ۷ د وري) د صبریو ولسوالۍ «ابه خېل، زمبر مکتب بازار او رحیم کلي» کې شوي دي.
د یوناما دغه راپور وایي، د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د عمومي زیاتوالي عوامل ترډیره د تیرکال د وروستیو په څیرد ځمکنیو جګړو، ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو او په هدفي وژنو کې زیاتوالی وو.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د خلکو د استوګنې ځینې کورونه هم نړول شوي دي.