ځایي خلکو د یاد قومي مشر د وژل کیدو په غبرګون د تورخم-جلال اباد لویه لاره هم د دوه ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او د طالبانو د سرپرست حکومت یې غوښتنه کوله چې د یاد قومي مشر قاتلین دې ونیسي.
د مومندرې ولسوالۍ په بېله کې د کلي او ښوونځي ترمنځ پر کونړ سيند د پله د نشتوالي له امله نه يوازې دا چې ښوونځي ته يې د ښوونکو او زده کوونکو ورتګ سخت کړی؛ بلکې د هلکانو او نجونو په ګډون یې نږدې ۹۰۰ زده کوونکي هم له زده کړو بې برخې کړي دي.