کندهار کې د کتلوي معافيت آمر حزب الله فطرت وایي، د کرونا د دغه کمپاين پر مهال به شاوخوا يو لک او ۹۴ زره هغه کسان واکسين شي چې تر دې وړاندې نه دي واکسین شوي او عمرونه يې له اتلس کلنۍ څخه پورته وي.
د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، تر دې مه یې له امنیتي کسانو پرته شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته د کرونا واکسین ورکړی، چې دا ټول په مرکز ګردېز کې واکسین شوي دي. د پکتیا د روغتیا ریس ډاکټر ولایت خان احمدزي اطلاعات روز ته وویل، فعاله پنځه سایټونه هم ټول په مرکز کې دي، چې د مراجعینو د زیاتوالي له امله ورته رسیده ګي نشي کېدلی.