د ننګرهار د کانال ریاست د معلوماتو له مخې تیرکال د زیتونو له څلورګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه زیتون راټول شوي و، چې سږکال یې د حاصلاتو اټکلي اندازه لا معلومه نه ده.
ښاغلی غریبمل وایي، د ننګرهار کانال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې يو مهال د زيتونو بوټو شتون درلود اوسمهال يواځې ۱۷۲۰هکتاره ځمکه کې له ونو څخه زيتون ترلاسه کيږي.
نوموړی وایي، د ننګرهار زيتون د سيمې په کچه د کيفيت له اړخه ځانګړی نوم لري چې هر کال ترې د پام وړ عوايد تر لاسه کېږي.