له پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو وروسته نن په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې هم د پاکستان حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر د نیول کېدو غبرګون کې لاریونونه وکړل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غونډه چې پرون (جمعه، ۲۰ د وري) د کوزې پښتونخوا سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې ترسره شوه، د دې غورځنګ مشرانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې علي وزیر ازاد کړي.
علي وزیر همدا څو ورځې وړاندې پېښور ته پر لار پاکستاني پولیسو ونیو او اوس په زندان کې پروت دی. د پاکستان حکومت نوموړی څه موده وړاندې سند ایالت کې په یوې غونډه کې د حکومت پر ضد له نفرته ډکو خبرو په تور نیولی.