قومي مشرانو تېره ورځ (یکشنبه، ۲۸ د لړم) د يو پرېکړه ليک په ليکلو سره د ولور سربېره د خوښيو په مراسمو کې د بې ځايه مصارفو او غير شرعي پرېکړو مخنيوی هم کړی او زياته کړې يې ده چې مهر يا ولور به د نجلۍ په اختيار کې ورکول کيږي.
د دوربابا ولسوالۍ بل قومي مشر ملک ثوابګل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دغه قومي تړه د ښځو د ژوند د خونديتوب په موخه شوې ده.
په پکتیکا کې د طالبانو له ولایتي ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني اووه کاله وړاندې د «امندخېلو» او «سیدخېلو» قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه.