په کلګري ښار کې مېشتو افغان وګړو د يکشنبې په ورځ غونډه وکړه او له نړيوالو معيارونو او د افغانستان د خلکو اړتياوو او شرایطو ته له پېچلتيا سره سم يې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د زيات دقت غوښتنه وکړه.
د دې خبرو يوه ويډيو چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، ښاغلی خيرخواه پکې وايي، چې ما له هبت الله اخوندزاده څخه وپوښتل چې «څرنګه د فلسطين ملاتړ وکړو؟ خلک هم غواړي ملاتړ وښيي او لاريونونه وکړي».
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه لاریون او اعتراضیه غونډه نن (دوشنبه، ۲۰ د وږي) د سلګونه ولسي خلکو او قومي مشرانو له لوري ترسره شوه.
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) وايي چې په «تاوتريخجنه توګه» د ښځينه...
معترضو ښځو ويلي، چې پر طالبانو نور بنديزونه او د ملګرو ملتونو جدي اقدامات يوازينۍ لاره ده چې کولای شي دا ډله د افغانستان د ښځو د غوښتنو منلو ته چمتو کړي.
پاکستانۍ رسنۍ جيو نيوز ليکلي، چې ښاغلي داوړ له خپلو پلويانو سره يو ځای نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) د ټاکنو د پايلو د ځنډېدو او درغليو پر وړاندې لاريون کړی و، چې د پولیسو په ډزو سره ژوبل شوی دی.
هيواد دغه راز وایي، چې په چمن، کوټې، کراچۍ او نورو ښارونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځيانو «ظلمونه او بې عدالتۍ» نه شي زغملای او په همدې موخه یې د تېرو شپږو ورځو راهیسی پرلت وهلی.
د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو نقض او د افغانستان له ټولو قومونو څخه د يوه ټول شموله حکومت نه جوړول، د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندنې عوامل ګڼل کېږي.
سينګارګرې ښځې نن (چهارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) تر غرمې وړاندې د «ډوډۍ، کار او عدالت» په شعار ورکولو سره د پلازمينې په شهرنو سيمه کې راټولې شوې وې.
معترضينو وويل، چې «شريعت د ښځو د حذف لپاره يوه بهانه» ده. معترضو ښځو شعار ورکړ چې د ښځو ضعف د ټولنې ضعف دی او د ښځې پياوړتيا د ټولنې پياوړتيا ده.