حوت ۲۰, ۱۳۹۹ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۱کابل کې لاس پلورې نجونې؛ «هغه شپه له ډار او په سینه کې له سخت درد سره بیده شوم.»کله مې چې د کابل پر یو واټ ورسره خبرې کولې، داسې تر سترګو کېده چې ټول ستونزې په ځان کې دننه ورتویوي او ستره ګډوډي زغمي. ما ته یې وویل، نه پوهیږي چې تر کله کولی شي دې چاپیریال کې و اوسي او کار وکړي او یا تر کومې کولی شي چې د خلکو زورونې وزغمي.