په بدو کي د ښځو ورکړه، لوړ ولور او یا هم د نجلۍ سره د هغې په ورکړه کي مشوره نه کول هغه څه دي چي ډیری نجونې یې له کور تیښتې او یا هم ځان وژنې ته اړې کړي دي.
د هېواد د ځينو نورو سيمو په څېر د سوېل ختيځ زون په ولايتونو کې لا هم د ولور کچه خورا لوړه ده، چې له امله يې ډېری ځوانان پېغلې او هلکان په خپل وخت واده نشي کولی.