د عزتالله ځواب کورنۍ رسنيو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي يې دي، چې نوموړی تېره ورځ سهار کابل کې له خپل کوره جلالآباد ته د تګ پر مهال نيول شوی دی.
شاوخوا دوه اوونۍ کیږي چې ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په دغه ولایت کې د بریښنا ریاست پخوانی ویاند ظاهرعمار د فیسبوکي پوستونو له امله نیولی او بیا یې زنداني کړی دی.
د اصولي يوه خپلوان نن (پنجشنبه، ۱۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دی درې ورځې وړاندې نيول شوی او د برخليک په اړه يې معلومات نشته.