د «عادلې روسيې» د ګوند مشر او د روسيې د فدراسيون د پارلمان مرستيال سرګي ميرونوف او احمد مسعود د دې غونډې ويناوال دي. همدا راز محمد محقق، امرالله صالح، فوزيه کوفي، فضل احمد معنوي، ستاره حسيني، شکريه بارکزۍ او سيد صادق طاها هم د مسکو د غونډې ګډونوال دي.
خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړه د هېواد ډېری ولایتونو کې سخته شوې ده، خو د طالبانو ډېر تمرکز د هېواد په شمالي ولایتونو دی. د افغانستان شمال له ډېر وخته د اسلامي بنسټپالو ډلو پناه ځای و چې له دې ډلو ځینې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره جګړه کې دي او د روسیې حاکمیت پر وړاندې سیمه کې فعالیت کوي.