د ناروې د کډوالو سرمنشي ويلي، چې د ښځو پر کار د بنديز فرمان له کندهاره د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده ورکړی دی.
اعلامیه کې د خلیل الرحمن حقاني په حواله لیکل شوي، چې طالبان هڅه کوي چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره شرعي چوکاټ رامنځته کړي. هغه ټینګار کړی چې بشري مرستې باید مشروطې نه وي.