د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې دا بېز له فرضي کرښې شاوخوا اته کیلومتره لرې د کورمې ایجنسي په «شلوزان» سیمه کې پاکستان لورته ته جوړیږي. په ځاځي اریوب ولسوالي کې د علي سنګیو سیمې اوسېدونکی ګل میر ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې د امریکايي ځواکونو چورلکې او نور زغروال ګاډي د فرضي کرښې له پورې غاړې مالومیږي، چې نظامي هډې ته اکمالات کوي.