د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی وايي، د وسله والو طالبانو له لوري په روژې میاشت کې د ولسوالیو او ځینو سیمو د نیولو هڅې وشوې، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او د هغوی جنګیالیو ته یې درانه تلفات هم واړول.
د غزني ولايت ديني عالم مولوي محمداسماعيل روحاني د افغان ځواکونو فعاليتونه او جګړه جهاد وباله او ويې ويل چې ياد ځواکونه د هېواد د پولو، خلکو او ملي او اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي او د اسلام له نظره يې ملاتړ لازم دی.