د ډنډپټان ولسوالۍ یو تن قومي مشر ملک وزیر خان بیا د دې ستونزې د دایمي حل غوښتنه کوي، هغه وايي طالبان دې له مقابل لوري سره خبرې وکړي تر څو د افغان مسافرو د ځورونې لړۍ ودریږي.
د وکیل په نوم یو ځوان اطلاعات روز ته وویل: «داسې ظلمونه چې اوس پاکستاني مليشه له افغانانو سره کوي په کفر کې هم ندي شوي، که د طالبانو حکومت وي او که نړيواله ټولنه وي زموږ غم دې وخوري، ښځې مو بې عزته شوې، ننګ او ناموس مو د خاورو سره خاورې شو.»