په یادو کسانو کې یې دوه تنه د زنا، دوه یې د شراب څښلو او یو بل یې د مخدره موادو د قاچاق په تور تر نیول کېدو وروسته د ځايي محکمې د حکم پر اساس په درو ووهل شول.
دوی ویلي، چې تورنو کسانو له زور او جبر پرته په خپلو کړیو جرمونو اعتراف کړی او د طالبانو د محکمې په پریکړه یې رضایت ښودلی.
د سرچينو په وينا، دا پیغلې او ځوانان له «کوره د تېښتې» او «قمار بازۍ» په تور د طالبانو یوې محکمه کې محاکمه شوي دي.
د لوګر ولايت لپاره د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياده سزا د ځينو طالب چارواکو په حضور کې نن پلې شوې ده.
د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، د ۲۳ کسانو له ډلې شل نارینه او درې ښځې وې چې د میرمنو «تعزیرات» تر امر ثاني پورې وځنډول شول.
په تخار ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند مبين صافی د دې کسانو نيول تاییدوي او وايي، چې له دوی سره څو مبايلونه، يوه توپنګچه، سګريټ او يو څه هيروين نيول شوي دي.
اطلاعات روز: طالبانو د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې څلور کسان په عام محضر کې په درو وهلي...
د طالبانو د سترې محکمې له اعلاميې سره سم، له دې کسانو څخه دوه تنه يې ۳۹ دُرې، درې تنه يې ۳۵ دُرې او يو تن يې ۲۵ درې وهل شوی دی.