د پاکستاني خبریالانو د معلوماتو له مخې افغان لوري ته دا لاره په داسې مهال تړل کیږي چې په کرمه ایجنسۍ کې د شعیه او سني قومونو ترمنځ په رامنځته شوې وسله واله نښته کې دواړو غاړو ته تر دې دمه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي هم دي.
ډنډپټان له پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالۍ ده، نن سهار (سې شنبه، ۱ د لیندۍ) د دغې او څمکنیو ولسوالیو اوسېدونکو له افغان خاورې د دفاع لپاره ولسي پاڅون کړی دی.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) مازدیګر 4:00 رامنځته شوې او سیمې ته د طالبانو تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي.
د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي لومړيو کې د خلکو او د خلکو د ځينو استازو غوښتنه دا وه چې ياده لاره د خبرو له لارې خلاصه شي، نو په خبره يې ځکه يې په خلاصولو کې ځنډ رامنځته شو.
له پاکستان سره پر پوله د دواړو لورو ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی او د تېرې جګړې له امله دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
سرچینې ادعا کوي، چې د پاکستان له خاورې افغان لوري ته توغول شوي توپونه د ملکي وګړو په کورونو لګېدلي، چې مرګ، ژوبله یې هم اړولې ده.
هاغاړې ته تلونکي افغانان چې زیات شمېر یې ناروغان، سودا ګر او یا هم هغه څوک دي چې خپلوان او د کورنۍ غړي یې په خیبر پښتونخوا او یا پاکستان کې ژوند کوي.د دوی په وینا نه یوازې د اوښتلو پر مهال له سختو ستونزو او ځیني وخت له ناسم چلند سره مخ کېږي، بلکې مجبور دي چې کمېشنکارانو ته له ۱۲ یا ۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې هم ورکړي.
د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي وويل چې د دې ولايت د ګمرک لوی مديريت بست دې رياست ته لوړ شي او د ګمرکي تاسيساتو او نورو اسانتياوو جوړولو برخه کې دې جدي ګامونه واخيستل شي.