د ننګرهار د مرکز اړوند جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه پول جوړېدو مسووليت د ټولګټو رياست تر غاړې دی، خو که هغوی يې امکانات ونه لري نو دوی به يې د جوړېدو اقدام وکړي.
نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې » سیمه کې د ټیلر، مازدا او ټوډي موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوې دي.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې فعاليت کوي خبر ورکوي چې د دغې لویې لارې په څو ځایونو کې سیلابونه راوتلي او ویجاړه کړې یې ده.
تیره ورځ ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې یو سراچه ډوله موټر له سړکه اوښتی چې له امله یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.
No More Content