دې ټپیانو له برید وروسته په هماغو لومړیو ورځو کې چې د پلازمېنې روغتونونو کې تر درملنې لاندې راغلي ول، له روغتونونو داسې حالت کې رخصت شول چې لا یې چرې په بدن کې پاتې وې. وروسته بیا د روغتیاپالانو ځینې رضاکاره ډلې د هغوی مرستې ته رسېدلې وې او د هغوی ځینې یې په کورونو کې او ځینو نورو ته یې په روغتونونو کې د درملنې زمینه برابره کړه.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالانو سره د خبرو لپاره لاهه ته تللی و او تېره ورځ یې ماښآم مهال ( يک شنبه، د ثور په ۱۹) یو خبري ناستې ته وویل، چې د نړیوالې جنايي محکمې له څارنوالې فتو بینسودا سره یې خبرې کړې او له هغې یې غوښتنه کړې، چې په دشت برچي کې د وروستي ناورین په اړه خپله څیړنه پیل کړي.
دغو زده کوونکو نن (یکشنبه، ۱۹ د غویي) په یو خبري کنفرانس کې د کابل په دشت برچي کې د ښوونځي پر زده کوونکو موټربم برید وغانده او پر ښکیلو خواوو یې غږ وکړ، چې د زده کړو مرکزونه دې خپل هدف نه ګرځوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې پېښې ټول قربانیان ملکیان او په ځانګړي ډول زده کوونکي دي. د هغه په وینا د قربانیانو شمېره لومړنۍ ده او د ډېرېدو امکان یې شته ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا بیانیه کې، د سیدالشهدا پر ښوونځي برید په سختو ټکو محکوم کړی او د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو او دولت سره یې د همدردۍ ښودنه کړې.
دغو مدني فعالانو نن (دوشنبه، ۲۰ د غویي) په یوې خبري ناسته کې خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د شیعیه ګانو پر سیمو بریدونه باید ودریږي. د هغوی په وینا، د دې لړۍ دوام اندېښمنوونکی دی او په ورته مهال، د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې وژل شویو کې ددې ښوونځي زده کوونکي او د سیمې اوسېدونکي دي. د هغه په وینا، دا کسان زده کوونکي ول او د «پوهې او زده کړې ترلاسه کولو» لپاره ښوونځي ته تللي ول.