یو تن هټۍ وال اطلاعات روز ته وویل، چې د ښاروالۍ ریاست کارمندانو یې څو ورځې وړاندې په دې موخه د دوکان دروازه پرې وتړله چې د یوې کوچنۍ لوحې یا اعلان پیسې یې پر وخت نه وې تحویل کړې.
د ګردېز ښاروالۍ طالب مسوولین بیا وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړې او یا یې هم د ځینو چارې روانې دي.
ګاز پلورونکي د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوي ځای ته د دوی د کاروبار ور انتقال له وخت مخکې بولي او وايي، هغه ځای چې د دوی لپاره د ښاروالۍ ریاست له خوا ټاکل شوی مناسب نه دی.