د هلمند والي ویاند احمدشاه ساحل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه پرون (سه شنبه، ۵ د کب) سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د واده له ورا سره یو تلونکي موټر غوښتل د هلمند له سینده واوړي، خو بند پاتې شوی او له چلوونکي پرته سپاره نور لس تنه په کې مړه شوي.