مدني بنسټونه: ملګري ملتونه دې د کابل لوېدیځ بریدونه د «نسل وژنې» په توګه وپېژني

انځور:BBC

د مدني ټولنو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې د کابل په لویدیځ کې پروني بریدونه یو جنایت بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې «دا جنایت د هزاره ګانو د نسل وژنې په توګه وپيژني.»

دغو بنسټونو پر «ممتاز» ښوونیز مرکز او د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي باندې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلې یې دي چې پر ښوونیزو مرکزونو برید او د هزاره ګانو معلوم داره وژنه «نسل وژنه» او د بشریت ضد جنایت دی.

د مدني ټولنو بنسټونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي چې د پرونۍ حملې په اړه جدي څېړنه وکړي او دغه راپور ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

دغه بنسټونو د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې « د دغه ستر جنایت په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي او د داسې بشري ناورین د بیا تکرار د مخنیوي لپاره جدي پرېکړه وکړي.»

د مدني ټولنو بنسټونه له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې « دا جرم د هزاره ګانو د نسل وژنې په توګه وپیژني او تر شا یې چې کومې ترهګرې ډلې لاس لري تر جدي څار لاندې ونیسي.»

دوی ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال سازمانونه او نړیواله ټولنه باید د کابل په لویدیځ کې د بریدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او « پر ترهګرو ډلو فشار راوړي چې په راتلونکي کې د ورته جنایتونو مخه ونیول شي».

د کابل لوېديځ کې د هزاره ګانو سيمه پرون سهار د درېو جلا جلا چاودنو شاهده وه. په دغه چاودنو کې په یوه دولتي ښوونځي اوښوونیز مرکز کې زده کوونکي په نښه شول

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته