د ځینو باوري سرچينو د وروستيو شمېرو له مخې، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شيعه ګانو پر جومات بريد کې د مړو شمېر ۳۷ تنو او د ټپیانو شمیر څه باندې ۶۰ تنو ته رسیدلی دی.
يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې يادې شمېرې يوازې د بلخ په مرکزي روغتون (ابو علي سينا) کې ثبت شوې دي.
په ورته وخت کې يوې بلې روغتيايي سرچينې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ بللی او وایي، چې ممکن د تلفاتو شمیر تر دې واوړي.
د سرچينې په وينا، ښايي د مړو شمېر د بلخ په مرکزي روغتون کې تر ثبت زيات وي. هغه زياته کړه، چې يو شمېر مړي او ټپيان نورو روغتونونو ته لېږدول شوي.
ځینو رسنیو د ۵۰ تنو د وژل کېدو او له ۱۰۰ څخه د زیاتو ټپیانو خبر ورکړی دی.
دغه مرګونی برید نن (پنجشنبه، ۱ د غویي) غرمه مهال په مزارشریف ښار کې د «سه دکان» جومات کې شوی او ویل کېږي چې ځانمرګي برید و.
په ورته وخت کې ویل کېږي چې داعش د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
واک ته د طالبانو رسیدو وروسته دا دریم برید دی چې په ولایتونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو کېږي.
تر دې مخکې هم په کندز او کندهار ولایتونو کې دوه جوماتونه په نښه شوي وو. د دغو بریدونو پړه هم داعش پر غاړه اخیستې وه.