نیمروز ښار کې ۷۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه شوه

اطلاعات روز: د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې دپاکو اوبو رسولو يوه شبکه جوړه شوه چې ۷۵۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

په نيمروز ولايت کې د طابانو د اوبو رسولو رياست ريیس مولوي احسان الله احسان وايي، د اوبو دغه شبکه د زرنج ښار دویمې ناحیې اړوند خوشکیار کلي کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

احسان وايي، دغه ساحه کې د پاکو اوبو تیرولو لپاره ۳۰۰ متر نل تېر شوی او شاوخوا ۷۵۰ کورنۍ  به د څښاک اوبو څخه برخمنې شي.

هغه وايي:« د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو په غوښتنه یې دوی ته د پایپ د بیا جوړولو اجازه ورکړه ځکه چې خلکو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.»

دی زیاتوي، په دې برخه کې جدي کار کوي ترڅو ټول خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

ځایي خلک د اوبو نل بیا فعالیدو ته خوشاله دي او وایي. چې ډیره موده یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لره.

نيمروز کې داسي مهال د څښاک اوبو شبکې جوړيږي چې سږکال په ټول افغانستان کې خلک د اوبو د کمي سره مخ دي او په ګڼو ولايتونو کې عام وکړي پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او اړ دي چې د سيندونو او ناپاکه کانالونو څخه د څښاک اوبه ترلاسه کړي.