اطلاعات روز: د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ طالب مسوولين وايي، یو هلک او نجلۍ یې د خپل خاله زوی له منګلو ژغورلي دي.
امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ماشومانو عمرونه له نهو څخه تر یوولسو کلونو پورې دي او ځان د ارزګان ولايت اصلي اوسېدونکي معرفي کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ د امنيتي مسوولينو په وينا، اختطاف کوونکی محمد اسماعيل نومیږي او د ماشومانو د خاله زوی دی چې دغه ماشومان يې له ارزګان ولايت څخه کندهار ته را تښتولي وو.
دوی زیاتوي: « موږ دغه انسان تښتوونکی څاره او ده غوښتل چې هلک حلال کړي او نجلۍ خرڅه کړي.»
ژغورل شوي ماشومان وايي، چې د خاله زوی يې په چل او فريب له ارزګان څخه کندهار ته وړي او بيا يې د هغوئ د وژلو هڅه کړې.
د ارغنداب طالبانو په خبره، نيول شوی کس يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلی او د محکمې د پرېکړې پر اساس به سزا ورکول شي.
د يادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم په کندهار ولایت کې يو لس کلن ماشوم د يو اختطاف کوونکی له منګولو څخه ژغورل شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې تر بل هر وخت اوس په کندهار کې وسله والې غللاوې او د انسان تښتونې قضيي ډېرې شوي، چې د عامو خلکو اندیښنې یې زیاتې کړي دي.