انس حقاني: د نجونو ښوونځيو پرانيستې لپاره نږدې ورځو کې د دیني علماوو غونډه جوړیږي

اطلاعات روز: د طالبانو مخکښ غړي انس حقاني په خوست ولايت کې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د انجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي به ډېر ژر پرانيستل شي.

د هغه په وينا چې نږدې ورځو کې د ديني عالمانو او هيواد کې د نورو مخکښو څېرو غونډه جوړيږي، چې په دغه غونډه کې به يوه مهمه مسله د نجونو ښوونځيو ته ځانګړې وي.

هغه وويل: «مونږ او په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له ښوونځيو سره هيڅ ډول مخالفت نه لرو او زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې انشاالله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به هم اجازه ورکول کيږي، تر څو ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې په اسلامي چوکاټ کې تر سره کړي.»

حقاني همدا راز هيواد کې د ځوانانو په يووالي هم ټينګار وکړ او ویویل، چې ځينې کړۍ هڅه کوي هيواد کې د روان امنيتي وضعیت ګډوډولو لپاره ملکي وګړي هدف وګرځوي.

هغه وايي: «سږنۍ اختر د سولې په‌ فضا کې تېر شو، دلته که لوږه ده خو د تابوتونو بازار هم دريدلی، خپل منځ کې بايد سره يو شو او دښمنانو ته لاس ور نه کړو چې بيا د خپلو شخصي اهدافو لپاره امنيت ګډوډ کړي. د دښمن خلاف باید ملي یوالی وکړو.»

په همدې حال کې بيا د خوست ولايت اوسېدونکو د طالبانو له حکومت په خوست کې د رغنيزو پروژو د پيل غوښتنه وکړه او ویويل، اوس مهال ګڼې پروژې له تېر حکومت نیمګړې پاتې شوي، چې د دوی په خبره بايد بشپړې شي.

انس حقاني په داسې مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو ډاډ ورکوي، چې هيواد کې له اوږدې مودې تېرېدو د نجونو په مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي.

دغو ښوونځيو تړل کېدو نه يوازې په کور دننه غبرګونونه را پارولي، بلکې يونيسيف، ملګروملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو هم د طالبانو له دې پرېکړې څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.