کندهار کې د پنبه دانې غوړیو کاروبار مخ په ښه کیدو روان دی

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د وارداتي غوړیو په پرتله د پنبه دانې وطني غوړیو بازار ګرم شوی، چې ورسره هممهاله په کندهار او نږدې ولایتونو کې د خلکو تقاضا زیاته شوې.

د طالبانو د حکومت له بيا واکمن کېدو سره یو وخت د ټولو خوراکي توکو نرخونه لوړ شول، چې د غوړیو به نرخ یې هم اغیزه وکړه او په بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

تر دې وړاندې وارداتي غوړيو هم لوړ بازار درلود او هم يې په افغانستان کې استعمال ډېر و خو له کله نه چې د خوراکي توکو نرخونه اوچت شول د هېواد په داخلي بازار کې د وطني توليداتو له پاره هم د بازار موندنې موقع برابره شوه. چې له هغې جملې څخه يو د پنبه دانې وطني غوړي دي چې اوس هم ګرم بازار لري او هم يې خلک ډېر خوښوي.

کندهار کې د پنبې دانې وطني غوړي له يوې خوا په مناسبه بيه خلکو ته تمامېږي او له بلې خوا خلک ډېر کوښښ کوي چې د وطني توليداتو ګټه پورته کړی ترڅو داخلی تولیدات نور هم وده وکړي.

د کندهار ولايت په صنعتي پارک کې د پنبې دانې د غوړيو او کنجاړې د يوې فابريکې مسؤل حيات‌الله اطلاعات روز ته وايي، چې د پخوا په پرتله يې اوس کاروبار ښه شوی او د پرمختګ په لور روان دی.

د پنبه دانې څخه د غوړیو او کنجاړې ویستلو د پروسېس فابرېکه

هغه وايې، اوس خلک د کورني توليداتو په ارزښت پوه شوي نو ځکه يې په داخل د‌ افغانستان کې استعمال ډېر شوی دی.

حيات‌الله وويل، که‌ څه هم د دوی کاروبار ښه شوی خو بيا هم ګڼ شمېر ستونزې په مخکې لري چې یوه لویه هغه یې د بریښنا نشتون دی.

دی وايي ، کوم برق چې دوی له خپل ډېزلي ماشينونو څخه تر لاسه کوي يو خو په لوړ قيمت ورته تمامېږي بل دا چي ورسره په تکليف هم دي ځکه ځينې وختونه چې يې د برق ماشينونه خراب شي نو د فابريکې فعاليت هم ورسره درېږي.

دی زياتوي، چې پخواني حکومت ورته د فابريکې د لسو ساعتونو تيل ورکول خو وايي، اوس نه هغه تيل ورکول کېږي او نه هم برېښنا.

د فابریکې مسوول زیاته کړه، «واکمن دولت باید موږ ته آسانتياوې رامنځته ته کړي ځکه يوازې زه نه يم چې ستونزې لرم بلکي ډېر پانګوال دغه ډول ستونزې لري، دولت دې موږ ته برېښنا راکړي او په نورو برخو کې دې زموږ سره همکاري وکړي.»

د فابريکې د مسوولينو تر څنګ یې کارکوونکي هم له کاروبار څخه خوښ ښکاري.

د همدې فابريکې د پېر او پلور د څانګې مسوول سيد احمد اطلاعات روز ته وويل، کارونه یې اوس ډېر ښه شوي او يوازي يې د څو میاشتو په ترڅ کې یې پنځوس په سلو کې خرڅلاو ډېر شوی.

هغه وويل، چې د يو کيلو ګرام غوړيو بيه ۱۶۰ افغانۍ ده چې د بهرنيو وارداتي غوړيو په پرتله دا خورا ټيټه بيه ده نو، ځکه یې خلک ډیر استعمالوي.

د پنبه دانې څخه وتلي وطني غوړي چې خلک یې ډیر خوښوي

د هغه په خبره، «که د پنبه دانې د وطني غوړيو فابريکې ملاتړ وشي او ټولې ستونزې ورته حل شي نو لېري به نه وي چې دغه کارخانې به يو وخت هېواد ته د بهرنيو توليداتو د واردولو مخه نيسي بلکي تر هغوئ به ښه توليدات ولري، موږ هم ښه توليدات لرو او هم ارزانه تمامېږي.»

په همدې حال کې د کندهار ولايت د صنعت کارانو د اتحادېې مسوولين وايي، چې دا يوازنۍ فابريکه نه ده چې د پنبه دانې غوړي توليد او پروسېس کوي بلکې شاوخوا ۱۸ نوري د پنبه دانې د غوړيو د توليد او پروسېس کارخونې هم شتون لري.

د کندهار ولايت د صنعت کارانو د اتحاديې رئيس فيض‌الحق مشکاني وويل، چې اوس وخت د پنبه دانې د وطني غوړيو بيه تر پخوا لوړه شوې.

هغه وايي، اوس وخت په کندهار کې ټولې صنعتي فابريکې په ډېزلي برېښنا چلېږي نو ځکه د دغو غوړيو او نور توليداتو نرخونه ورسره پورته شوي.

د مشکاني په خبره، چې له يوې خوا د تيلو بيه لوړه ده او له بلې خوا د پنبه دانې قيمت هم تر پخوا څو برابره لوړ‌ شوی، نو ځکه د فابريکو مسوولين د پنبه دانې غوړي په لوړه بيه خرڅوي.

په دې وروستیو کې د پنبه دانې قیمت لور شوی او بزګرانو یې هم کښت ته مخه کړې

د هغه په وينا، «که د پانګوالو دغه ستونزې ورته حل شي نو يو خو به د دغه توليداتو بيه ټيټه شي او له بلې خوا به نور کسان هم پانګونې ته زړه ښه کړي، دا ستونزه د يوه يا دوو پانګوالو نده دولت بايد د ټولو حمايت وکړي.»

په ورته وخت کې د کندهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال حاجي عبدالباقي بنا اطلاعات روز ته وويل، چې په ټول وس او توان سره يې د پنبه دانې له توليداتو څخه حمايت کړی او د بازار موندنې په برخه کې ډېر همکار پاتې شوی.

بنا وويل، چې پخوا به پنبه دانه او پنبه دواړه پاکستان هېواد ته تلل خو اوس دغه فابریکو نورو هېوادونو ته د پنبه دانې د صادراتو مخه نيولې او په افغانستان کې توليدات لري.

دی وايي، چې په دې کار سره يو په داخل د هېواد کې بېکاره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او له بلې خوا يې توليدات افغاني دي.

د‌ده په خبره، چې د غوړيو دغه فابريکې اوس دومره ظرفيت لري چې د کندهار تر څنګ کابل او نورو ولايتونو ته هم غوړي واستوي تر څو ټول هېوادوال ورڅخه استفاده وکړي.

دی وايې که ددغه ډول پانګونو زمينه برابره شي او شته ستونزې ورته حل شي نو په راتلونکي کې به د کوکنارو پر ځای خلک پنبه کښت کړي چي ښه حاصل هم ورکوي.

هغه وويل، اوس وخت نيژدې همسایه هیوادونه ټول د پنبې دانې د غوړيو غوښتونکي دي ځکه هلته دا ډول غوړي په ډېره کمه اندازه پیدا کېږي.

د هغه په وينا، «حکومت بايد په خپلو قراردادونو کې وطني توليداتو ته لومړيتوب ورکړي ځکه يو خو به پانګوال ته د پانګونې زمينه برابره شي او له بل پلوه به د خلکو له پاره هم کاري فرصتونه رامنځته ته شي، اوس وخت ډېر بزګران کوښښ کوي چې په خپلو ځمکو کې پنبه دانه کښت کړي ځکه هم ښه عايد لري او هم حلال کار دی.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس وخت د کندهار ولايت تر څنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د پنبه دانې د‌ غوړیو تقاضا ډېره شوې ده او هم يې خلک ډېر استعمالوي.