اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې يو ځوان د نامالومو کسانو له لوري په دار ځړول شوی دی.
يو ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن (چهارشنبه، ۲۱ د ثور) اطلاعات روز ته وويل، چې د «کرزي» په نوم يو ۱۸ کلن ځوان چې د جانیخیلو ولسوالۍ اړوند «هستي» کلي اوسیدونکی و نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې يې په داسې حالت کې جسد موندل شوی، چې په برښنايي تختو پورې ځوړند و.
تر اوسه لا نه ده مالومه چې ياد ځوان د چا له خوا وژل شوی او نوموړي کومه دنده هم درلوده او کنه.
د دې پېښې په اړه تر اوسه په پکتيکا ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولينو هم څه نه دي ويلي.
له څه مودې راهيسې د پکتيکا ولايت په ګډون په خوست او لوګر ولايتونو کې هم هدفي وژنو، غلاو او د انسان تښتوونو پیښو خلک اندېښمن کړي او له طالبانو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.
