اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير وايي، د کندهار ښار له بېلابېلو سيمو څخه يې لسګونه تنه پر نشو روږدي کسان راټول کړې او صحي مرکزونو ته يې د درملنې لپاره بيولي دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولينو وويل، دغه کسانو شمېر ۳۵ تنو ته رسېږي او د دوو ورځو په موده کې نیول شوي دي.
د دوی په خبره، چې دا کسان يې د ښار له مختلفو ناحیو څخه را ټول کړي او د ښې درملنې لپاره یې صحي مرکزونو ته معرفي کړي دي.
دغه مدیریت زیاتوي، هڅه کوي څو په دغه ولايت کې د ټولو هغه کسانو درملنه وکړي چې اوس پر نشهيي توکو روږدي وي.
د يادونې وړ ده چي تېره مياشت سګونه تنه پر نشو روږدي کسان د کندهار له لوی مرکزي محبس څخه تر درملنې وروسته خوشې شول.