اطلاعات روز: په لوګر کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت مرکز پل عالم اړوند «حصارک» سيمه کې تېره شپه ناوخته يو ځوان د نامالومو کسانو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
سرچينې نن (شنبه، ۲۴ د ثور) اطلاعات روز ته په خبرو کې وويل، چې ياد کس د پل عالم اوسېدونکی و او د هغه په خبره چې د لومړنيو مالوماتو له مخې دغه ځوان شخصي بدي هم درلوده.
سرچینه د یاد ځوان په اړه نور معلومات نه په ډاګه کوي.
تر اوسه په لوګر کې د طالبانو امنيتي مسوولينو د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په لوګر او د سويل ختيځ زون په ځينو نورو ولايتونو کې د مخفي وژنو له امله خلک اندېښمن دي او له طالبانو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.