Photo:Down.com

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ درې پاکستاني پوځیان او درې ماشومان وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د وزیرستان میرانشاه کې د ځانمرګي برید له امله درې پوځیان او درې ماشومان وژل شوي دي.

 د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (یکشنبه، ۲۵ د ثور) د پاکستان د پوځ له قوله ویلي چې استخباراتي ادارې د دغه برید د عاملینو په اړه پلټنې کوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پاکستاني پوځیانو وژل کیدو په اړه خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي، چې د خپلو سرتېرو غچ به اخلي.

تر دا مهاله ددغه ځانمرګي برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د اپرېل په ۲۳مه هم په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې شوې وې چې لږ تر لږه درې پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي وو. پاکستان هغه مهال ویلي وو چې ترهګرو له افغانستان خاورې څخه ددې هیواد ځواکونه په نښه کړي دي.

دغه راز د پاکستان په کراچۍ ښار کې په وروستي ځانمرګي بريد کې چې یوې ښځې ترسره کړی و، هم يو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.