د طالبانو پانګه

د طالبانو لویه پانګه له کومه راځي؟

ژباړن: بهادرخان رحماني

په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکایي ځواکونو په لاس د طالبانو د اسلامي بنسټپالنې رژیم له نسکورېدو وروسته د افغانستان دغه وسله واله ډله خورا بډایه او ځواکمنه شوې ده.

د طالبانو د پخواني معنوي رهبر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب په وینا، چې د ناټو په سپارښتنه یې یو پټ راپور کې (چې وروسته ازادي راډیو/ازادې اروپا راډیو لاس ته ورغی) د طالبانو د عاید سرچینې افشا کړي دي، طالبانو په یو مالي کال کې چې د ۲۰۲۰ مارچ کې پای ته ورسېد، ۱.۶ میلیارد ډالر لاسته راوړي دي.

دې ته په کتو، د افغانستان حکومت په ورته موده کې ۵.۵۵ میلیارد ډالر ترلاسه کړي دي. حکومت اوسمهال طالبانو سره د دوی د ۱۹ کلن جنګ پای ته رسولو لپاره په خبرو بوخت دی.

زه د «افغانستان مطالعاتو مرکز» کې د اقتصادي پالیسي یا سیاست جوړونې شنونکي په توګه، چې د طالبانو مالي چارې مطالعه کوي، لاندې د دې ډلې پولي سرچینې په ګوته کوم.

ا. نشه یي توکي، ۴۱۶ میلیون ډالر

په ۲۰۲۰ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، د نړۍ شاوخوا ۸۴ سلنه د تریاکو محصول په افغانستان کې تولید شوي دي.

د مخدره توکو ډېره ناقانونه ګټه طالبانو ته رسیږي، چې د تریاکو تولید په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې مدیریت کوي. د افغانستان ارزونې او څېړنې واحد په نوم، چې کابل کې یو خپلواکه څېړنیز سازمان دی د ۲۰۰۸ز کال راپور پر بنسټ، طالبان د نشه یي توکو د تولید له هرې حلقې ۱۰ سلنه مالیات اخلي. دغې کړۍ کې د افغانستان بزګران شامل دي چې د تریاکو اصلي ماده کوکنار کري، بیا یې کار خونې دغه کوکنار په نشه یي توکو بدلوي او سوداګر بیا وروستی محصول له هېواده بهر لېږدوي.

 ۲. د کانونو کېندنه، ۴۰۰ تر ۴۶۴ میلیون ډالر

د افغانستان په غرونو کې د اوسپنې، مرمر تیږې، مس، طلا، زنک او نور فلزات او د نورو کم پیدا معدني موادو کیندنه یا استخراج، طالبانو لپاره ګټوره او پرمختللې سوداګري ده. په افغانستان کې د کانونو کیندنې واړه عملیات او هم د افغانستان کانونو کیندنې لوی شرکتونه طالبانو ته پیسې ورکوي، څو د فعالیت اجازه ولري او خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي. هغوی چې طالبانو ته پیسې نه ورکوي په مرګ ګواښل کیږي.

د طالبانو د «تیږو او کانونو کمېسیون» په وینا، دغه ډله په کال کې د کانونو له کیندنې ۴۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي. ناټو بیا دغه شمېر لوړ یانې ۴۶۴ میلیون ډالر یادوي، په داسې حال کې چې ۲۰۱۶ز کال کې ۳۵ میلیون ډالر ول.

۳. اخاذي (باجګیري) او مالیات، ۱۶۰ میلیون ډالر

طالبان د یو حکومت په څېر په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې له خلکو او صنایعو مالیات ټولوي. هغوی ان مالیې ورکوونکو ته د مالیاتو ورکړې رسمي رسیدپاڼې صادروي.

د طالبانو مالیات د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د صنایعو په ګډون د کانونو کېندنې صنعت، رسنۍ، مخابرات او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ پراختیاي پروژې دي. دغه راز طالبان په هغو لویو لارو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، له موټرچلوونکو د دې لارو د ګټنې په دلیل مالیې ټولوي او دغه راز مغازه لرونکي د کار حق له امله طالبانو ته پیسې ورکوي.

یاده ډله دغه راز د هر بزګر له محصوله د «عشر» په نوم ۱۰ سلنه اسلامي سنتي مالیه او «ذکات» چې پر پانګې ۲.۵ سلنه مالیه ده، له خلکو اخلي.

د ملا یعقوب په وینا، مالیاتې عاید – چې ښایي اخاذي یا باجګیري حساب شي – هر کال شاوخوا ۱۶۰ میلیون ډالر د دې ډلې لمن ته غورځېږي.

له هغې ځایه چې ځينې وګړي د طالبانو مالیاتو کې شامل دي، د کوکنارو تولیدوونکي دي، شونې ده چې د طالبانو مالیاتي عاید او له مخدره توکو د دې ډلې عاید ترمنځ، رانغاړل شتون ولري.

۴. خیریه مرستې، ۲۴۰ میلیون ډالر

طالبان له خصوصي ډونرانو او نړیوالو بنسټونو پټې مالي مرستې ترلاسه کوي. طالبانو ته ډیری مالي مرستې د فارس خلیج څنډو کې د پرتو هېوادونو (له تاریخي اړخه د دې ډلې د مذهبي بغاوت ملاتړې سیمه) مرستې او د خصوصي پیسو له صندقونو سرچینه اخلي. د افغانستان سیاست څیړنیز او مطالعاتي مرکز راپور پر بنسټ، دغه مرستې په کال کې ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیون ډالرو پورې رسیږي. د دې مرستو تر شاه د خیریه بنسټونو نومونه، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په نوملړ کې د ترهګرو مرستندویه ډلو په لیست کې دي.

د متحده ایالاتو تروریزم ضد بنسټونو راپور پر بنسټ، د سعودي عربستان، پاکستان، ایران او د فارس خلیج د څنډو ځینو هېوادونو اوسېدونکي یا وګړي د طالبانو تمویل کې لاس لري او هر کال ۶۰ میلیون ډالره له طالبانو سره تړلې حقاني شبکې ته ورکوي.

۵. صادرات، ۲۴۰ میلیون ډالر

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په وینا، طالبان هره ورځ مصرف شوي توکي وارد او صادروي، چې د هغې یو دلیل پول شویي یا پيسې مینځل دي. په دې پیسو مینځنې کې له لاس لرونکو سوداګریزو شرکتونو کولی شو څو ملیتي شرکت Noorzai Brothers Limited ته اشاره وکړو، چې کار یې د موټرو قطعاتو واردات او د مونتاژ شویو لېږدوونکو وسایلو او د موټرو لاسي قطعات دي.

 اټکل کیږي چې په کال کې له صادراتو د طالبانو سوچه عاید ۲۴۰ میلیون ډالر و اوسي. دغه شمېر کې د مخدره توکو صادرات او لوټ شوي معدني توکي شامل دي، پر همدې اساس شونې ده چې له نشه یي توکو د طالبانو عاید کې او له کانونو د دې ډلې عاید کې هم مالي رانغاړل شتون ولري.

 ۶. املاک او مستغلات (اجاره شوي املاک)، ۸۰ میلیون ډالر

د ملا یعقوب او د پاکستان ټلوېزیوني کانال «سما» په وینا، طالبان په افغانستان، پاکستان او ډېرو نورو بالقوه هېوادونو کې د املاکو او مستغلاتو (اجاره شوي املاک) لرونکي دي. یعقوب ناټو ته ویلي، چې له دې برخې د طالبانو عاید شاوخوا ۸۰ میلیون ډالر دي.

۷. ځانګړي هېوادونه

د بي بي سي راپور پر بنسټ، په ۲۰۰۸ز کال کې د تور سازمان یو محرمانه رپوټ کې راغلي چې طالبانو ۱۰۶ میلیون ډالر له بهرنیو سرچینو په ځانګړي توګه د فارس خلیج حوزې له هېوادونو ترلاسه کړې دي.

د امریکایي او نړیوالو بېلابېلو سرچینو په وینا، نن ورځ باور پر دې دی چې د روسیې حکومت، ایران، پاکستان او سعودي عربستان طالبانو سره مالي ملاتړ کوي. کارپوهان وایي، چې دغه مرستې ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې اټکل کیږي، خو له دې ناحیې د طالبانو د عایدو کره شمېر مالومول سخت دي.

د سولې وخت بودجه

نږدې ۲۰ کلونو پورې افغانستان کې د طالبانو لویه پانګه ګډوډي، ویجاړي او د وژلو ماشین تمویل کړی. د افغانستان حکومت له طالب وسله والې ډلې سره په جنګ کې لوړه بیه پرې کوي، چې د عمومي چوپړونو او اقتصادي پراختیا بودجې ته زیان دی.

په افغانستان کې سوله حکومت ته دا شونې کوي چې دا کمې سرچینې له جګړې واړوي. دغه راز له سولې وروسته د افغانستان حکومت ته دا ممکن کوي چې له قانوني سکټورونو لکه د کانونو له کیندنې چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې دي، عاید ترلاسه کړي.

سربېره پر دې، دا هیله پیدا کیږي چې ثبات په هېواد کې د بهرنیو پانګونو د جلب سبب شي او له حکومت سره مرسته کوي چې له تمویلوونکو اړخونو لکه متحده ایالات او اروپایي اتحادیې سره خپل تړاو پای ته ورسوي.

په جګړه ځپلي افغانستان کې د سولې لټون لپاره ډېر لاملونه شته. د دې هېواد مالي سلامت له هغو دلایلو یو دی.