د سعودي عربستان حکومت یوه بنګلهدېشۍ ښځه او یو نارینه په مکه کې د یوه جومات دننه د جنسي اړیکو په تور اعدام کړي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغو کسانو د اعدام حکم تېره چهارشنبه (د تلې ۱۵مه) د مکې په ښار کې پلی شوی دی.
دغه وزارت د اعدام شویو کسانو نومونه «نذرالاسلام عبدالبصیر» او «سیتي اختر» ښودلي او ویلي یې دي چې هغوی په جومات کې تر جنسي اړیکو وروسته د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي وو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ترسره شویو څېړنو په پایله کې پر دغو کسانو تورونه ولګول شول او قضیه یې وروسته اړوندې محکمې ته ولېږل شوه.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، محکمې د تورونو له تایید او د جرم د شدت او په یوه وخت کې د «زمان» او «مکان» د حرمت د نقض په پام کې نیولو سره د تورنو کسانو د اعدام حکم صادر کړ.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه حکم په دغه هېواد کې د اړوندو چارواکو تر تایید وروسته پلی شو.
په سعودي عربستان کې د دغو دوو بنګلهدېشي وګړو د استوګنې وضعیت معلوم نه دی او د بنګلهدېش چارواکو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
