له افغانستان پاکستان ته د غنمو پر قاچاق بندیز ولګید

اطلاعات روز: د طالبانو د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري له افغانستان پاکستان ته د غنمو پر قاچاق بندیز ولګاوه.

وروسته له هغه چې په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې او انځورونه خپاره شول چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې پاکستان هېواد ته وطني غنم په قاچاقي ډول انتقالېږي تازه اوس د طالبانو د ماليې وزير په يو ږغېز پيغام کې د‌ وطني غنمو پر قاچاق بنديز ولګاوه.

د طالبانو د ماليې وزير د ټولو ګمرکونو له رییسانو غوښتني چې پاکستان هېواد ته په رسمي او قاچاقي لارو د غنمو د انتقال مخه ونيسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ګمرکونو ریيسانو ته توصیه کړې تر څو يو دانه غنم هم پاکستان، ايران او کوم بل هېواد ته قاچاق نه شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې داسې ويډيوګانې او تصويرونه پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي وو، چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې په سلګونه ټنه غنم پاکستان ته انتقالېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال له يوې خوا غنم ډېر کم کرل شوي او له بلې خوا د هېواد په بازارونو کې د غنمو بيه ډېره لوړه شوې ده.