اطلاعات روز: هندوکش لوبډلې پامیر لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د «زرغون افغانستان» یو ورځنیو کرېکټ سیالیو پایلوبه د نجیب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې وګټله.
د هیواد د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، دغه سیالۍ چې په خوست ولایت کې په لاره اچول شوې وې، د زونونو په کچه پکې درې لوبډلې شاملې وې او د دوی په خبره پای لوبې ته یې د هندوکش او پامیر لوبډلو لار وموندله، چې د لومړي پړاو زرغون افغانستان جام سیالیو اتلولي هندوکش سټرایکرز لوبډلې په خپل نوم کړه.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د ځوانو لوبډلو مشر روزونکي دولت خان احمدزی وايي، د زرغون افغانستان تر نوم لاندې په پیل شویو سیالیو کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې له دغو لوبو هدف د کورني کرېکټ وده او د نویو لوبغاړو د پټو وړتیاو ښکاره کول دي.
هغه وايي: «په خوست کې چې د زرغون افغانستان تر نوم لاندې کومې لوبې تر سره شوې، دا د ځوانانو لوبغاړو لپاره خورا مهمې او د دوی د وړتیاوو څرګندولو ته هم ښه چانس و. د کرېکټ بورډ له دې لوبو یو بل هدف هم کورني کرېکټ ته وده ورکول دي.»
په همدې حال کې بیا د کرېکټ مینوال هیواد کې دننه د دا ډول سیالیو په لاره اچول ښه ګام بولي او له کرېکټ بورډ غوښتنه کوي، چې د اې پي اېل یا افغانستان پریمیر لیګ او شپږیزې په نوم چې پخوا کومې سیالۍ ترسره کېدې بیرته پیل کړي.
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ زیني خېلو سیمې اوسېدونکی نجیب سرحدي اطلاعات روز ته وویل، چې د ځوانانو ترمنځ د خوښي او یووالي راوستلو لپاره یواځینۍ ښه لاره لوبي دي.
هغه د هیواد له کرېکټ بورډ غوښتنه وکړه، چې د شپږیزې په نوم سیالۍ هم په خوست ولایت کې ترسره کړي.
نوموړی وايي: «زه نن ډېر خوښ یم، چې په خپل ولایت کې د ملي لوبډلې او نورو لوبډلو لوبغاړي وینم دا د ځوانانو ترمنځ د اتفاق راوستلو لپاره ښه لاره ده، نو زما غوښتنه دا ده، چې د شپږیزې په نوم سیالۍ هم په خوست ولایت کې ترسره کړي.»
د مې میاشتې په ۸ نېټه په خوست ولایت کې افغانستان د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د زرغون افغانستان په نوم د کرېکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو لړۍ پیل شوه، چې دغو لوبو ته د سویل ختیځ زون ترڅنګ د هیواد له بېلابېلو ولایتونو د کرکټ مینوال او لوبغاړي راغلي و. د دغو سیالیو غوره توپ وهونکی شاهدالله کمال او غوره توپ اچوونکی ضیاء الرحمن اکبر ونومول شول.