انځور: باختر خبري اژانس

پنجشیر کې جګړه؛ ملا محمد یعقوب د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه دغه ولایت ته تللی

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه پنجشیر ولایت ته سفر کړی دی.

د طالبانو دفاع وزارت نن (شنبه، ۳۱ د ثور) د خپلې ټویټر پاڼې له لارې خبر ورکړی چې ملا یعقوب پنجشیر ولایت ته سفر کړی او هلته یې طالب ځواکونو او قومي مشرانو سره کتلي دي.

دفاع وزات زیاته کړې، چې ملا یعقوب د پنجشیر ولایت خلکو ته په خطاب کې ویلي چې « د دښمن د تبلیغاتو ښکار» نشي او خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.

همدار راز نموړي د سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د «نظم» په ساتلو کې له طالبان ځایي چارواکو سره همکاري وکړي او ټینګار یې کړی چې هیڅ «اخلالګر» ته به د امنیت خرابولو اجازه ورنکړي.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر پر داسې حال کې پنچشیر ولایت ته سفر کوي چې په دې وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ د نښتو او ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

تېره ورځ هم د «مقاومت جبهې» ادعا کړې وه، د پنجشیر په حصه اول ولسوالۍ د «جوبک خینج» سیمه کې یې ۱۷ طالبان وژلي دي.