سمنګانو کې يوه سړي خپله مېرمن وژلې او دوه ماشومان یې ژوبل کړي

انځور: ارشیف

د سمنګان ولایت طالب امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یوه سړي خپله مېرمن په چړو وهلې او وژلې یې ده.

دا پېښه تېره شپه (جمعه، ۳۰ د ثور) د ايبک په ښار کې رامنځته شوې ده.

باختر دولتي خبري آژانس سمنګانو ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د مسوولينو له خولې خبر ورکوي چې دغه سړي خپله ميرمن په چړو وژلې او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.

ويل کيږي چې قاتل له ساحې څخه تښتيدلى او د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.

ددې پیښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. په دې وروستیو کې په هېواد کې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی. اقتصادي ستونزې او بې روزګاري د دغه وضعیت یو له لاملونو څخه ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته