طالبانو په نيمروز کې ۴۱۵ کسانو سره د روغتيايي او خوراکي توکو مرستې کړي

اطلاعات روز: نيمرزو کې طالب چارواکي وایي، چې دوی ددغه ولايت په مرکز زرنج کې ۴۱۵ کسانو ته د روغتيايي او خوراکي توکو مرستې وویشلې.

نيمروز کې د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ریيس مولوي محمد قاسم محمدي وايي، چې په مرسته شوو توکو کې وریجې، غوړي، بوره، لوبیا، چای، او نور توکې شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې بیوزلو سره د مرستو دا لړۍ یې د تېرو درې ورځو راهیسي پېل کړې چې نن پای ته ورسیده.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول افغانستان کې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او له نړيوالو مرستندويه ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د افغانانو سره مرستې وکړي.

هیواد کې د ځینو سیمو خلک ادعا کوي چې هغه مرستې چې د طالبانو لخوا پر خلکو ويشل کيږي له فساد ډکې وي او هغه کسانو ته ورکول کيږي چې د طالبانو په حکومت کې واسطه لري.