اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا مسوولين وايي، په دې ولايت کې به پر ۱۰۰۰ بې وسه کورنيو د ترکیې هېواد مرستې وویشي.
زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس عبدالحکیم حکيمي وايي، د ترکیې هیواد مرستې به پر هغو کورنيو ووېشي چې خوارځواکه ماشومان او ميندې په کورونو کې لري.
حکيمي زیاتوي، په دې مرستو کې د سوی تغذیې څو قلمه بېلابېل مواد شامل دي، چې مور او ماشوم د خوار ځواکۍ څخه ژغوري.
د ده په خبره، چې په دې مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، بيسکیټ، د مور او ماشوم له پاره د خوارځواکۍ مواد شامل دي.
حکيمي زياتوي چې د مرستو دا لړۍ د زابل ترڅنګ په هلمند ولايت کې هم پېل شوې ده.
دغه رییس زیاته کړه، پر دې ولايت شل کاله ناورين تېر شوی نو ځکه يې د ترکیې هېواد څخه د دغه ډول مرستو غوښتنه کړې.
د يادونې وړ ده چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته ډېر شمېر افغانان تر بل هر وخت اوس زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري. د خوړو نړيوال پروګرام په خپل راپور کې ويلي چې اوس مهال په ميليونونه افغانان د فقر سره مخ دي.