اطلاعات روز: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې سره خپله دویمه یو ورځنې لوبه د دغه هیواد په کوربه توب ترسره کوي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د غوراوي لپاره د «سوپر لیګ» سیالیو لړ کې دویمه لوبه نن (دوشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د افغانستان پر وخت ۱۱:۴۵ بجې پیلیږي.
د لوبو دا لړۍ د زمبابوې هیواد د هرارې په لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان تېره یو ورځنې لوبه چې د شنبې ورځ ترسره شوه د شپیتو منډو په توپیر وګټله او د لوبې لس مهم امتیازونه یې خپل کړل.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې ملي لوبډله نړیوال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې د زمبابوې سره درې ۵۰ اوریزې لوبې کوي چې یوه یې ترسره شوې، بله یې نن ترسره کېږي او دریمه یې د پنج شنبې په ورځ پلان شوې ده.
یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې هم په پام کې نیول شوي دي.