اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د تېرو دوو ورځو په جريان کې يې ۱۸ تنه پاکستان ته د پسونو د قاچاق په تور نيولي دي.
کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب وایي، چې پاکستان ته یې د ۱۶۶۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې او په دې تړاو یې اتلس تنه هم نیولي دي.
نموړی زیاتوي، دغو کسانو هڅه کوله څو ياد شمېر پسونه ګاونډ پاکستان هېواد ته قاچاق کړي چې د دوی امنيتي ځواکونو یې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د « قلعه رشید او سپینکي» په سیمو کې مخنیوی کړی دی.
د مولوي شکیب په خبره، چې نيول شوي کسان يې امنيتي ارګانونو ته سپارلي او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پاکستان هېواد ته د پسونو د قاچاق په تور ګڼ شمېر کسان نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ډېر شمېر د پسونو قاچاق کوونکي کوښښ کوي څو له غیرې قانوني لارو پاکستان هېواد ته پسونه قاچاق کړي.