کندهار کې یوه امیندواره میرمن د اوبو په لټه ژورې څاه ته لویدلې

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت خاکريز ولسوالۍ کې يوه امیندواره مېرمن د اوبو په لټه کې ژورې څاه ته لوېدلې ده.

دغه‌ سرچينه چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه (سې شنبه، ۱۷ د غبرګولي) نهه بجې ددې ولايت د خاکريز ولسوالۍ په «سرکاڼو» کلي کې یوه میرمن ژورې برمې ته لویدلې ده.

سرچينې زياتوي چې دغه ښځه شاوخوا ۶۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې او د‌ ژوند ژغورنې عملیات يې دوام لري.

د سرچينې په خبره، ژورې څاه ته لوېدلې میرمن بارداره هم د‌‌ه او تر اوسه یې ماشوم ته کوم زيان ندی رسېدلی.

د سرچينې په حواله: «دغه پېښه تېره شپه پر نهه بجې د‌ خاکريز ولسوالۍ په سرکاڼو کلي کې رامنځته شوې، ياده ښځه بارداره هم ده‌، د اوبو په لټه کې د کور څخه دباندې شوې او برمې ته لویدلې ده، اوس يې د ژغورولو عمليات دوام لري، ښځه ژوندۍ ده، تر اوسه پورې کوم زیات ورته ندی رسیدلی.»

په‌ همدې حال کې د کندهار ولايت له پاره د طالبانو د فوايد عامې رييس نعمت الله سراجي هم دا خبر تاییدوي او وايي، چې تېره شپه یې سيمې ته د ژوند ژغورنې پرسونل استولی دی.

نوموړي وويل، د شپې پر دوه بجې يې هڅې پيل کړي ترڅو ژورې برمې ته د لوېدلې ښځې ژوند و ژغوري.

هغه زياته کړه:«د پېښې سيمې ته مو ډاکټران او نور پرسونل لېږلی ډېر ژر به ښځه وژغوري، تر اوسه ښځه ژوندۍ ده، زموږ د ژوند ژغورنې عملیات لا دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په جنوبي ولایتونو کې ژورو څاه ګانو ته ماشومان لوېدلي وو چې له هغې جملې څو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.