ارزګان کې د خوارځواکه ماشومانو کچه تر بل هر وخت ډیره شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې روغتیایي مسوولين وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ولایتي روغتون کې تر بل هر وخت د خوار ځواکه ماشومانو شمیر ډیر شوی چې لامل یې د خلکو کمزوری اقتصادي حالت یادوي.

د ترينکوټ د ولايتي روغتون د خوارځواکۍ د برخې يو تن ډاکټر عبدالعزيز اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې نږدې هره مياشت دغه روغتون ته له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې داسې ماشومان راوړل کېږي چې په خوارځواکۍ اخته وي.

هغه وايي په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لامل په افغانستان کې خراب اقتصادي حالت او ماشومانو ته د اړتيا وړ خواړه نه رسيدل دي.

هغه وايي که کورنۍ د زيږون پر وخت فاصله مرعات نه کړي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته پام ونه شي لاهم به د خوارځواکه ماشومانو فيصدي لوړه شي او ډير شمير ماشومان به په خوارځواګۍ اخته شي.

نوموړی وويل:« د پخوا په پرتله د خوارځواکه ماشومانو شمير زيات شوی دی هره ورځ ۲ يا ۳ ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته وي روغتون ته راوړي د مياشتې د ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې ماشومان موږ په خوارځواکۍ اخته لرو لامل يې د زيږون پر وخت واټن نه مراعت کول او اقتصادي ستونزې دي.»

ارزګان کې ډاکټران وایي، د خوړو نه شتون له امله ماشومان په خواځواکۍ اخته شوي دي

په ورته مهال هغه کورنۍ چې ياد روغتون کې يې په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي زياتوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه يې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د ترينکوټ په ولايتي روغتون کې دوې ميرمنې چې د خپلو خوارځواکه ماشومانو ترڅنګ ناستې دي وايي چې په کور کې د خوراک لپاره هيڅ نه لري او په خبره يې چې باید له دوی سره مرستې ترسره شي.

دغه ميرمنې وايي دوی له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ماشومانو ترڅنګ نورو لويانو کسانو ته هم مناسب خواړه نه رسيږي.

يادې ميرمنې زياتوي چې نړيوال موسېسات او د طالبانو حکومت دې د دوی سره داقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

ميرمن زيباګله او رخشانه چې د ارزګان ولايت د لوړ سرخوم څخه يې خپل ماشومان د ترينکوټ ولايتي روغتون ته راوړي زياتوي چې د دوی په کلي کې ډير شمير ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او روغتونو ته يې تراوسه د درملنې په هدف نه دي ور ورستلي.

دوی زیاته کړه: «موږ په کور کې هيڅ هم نه لرو اوس مو دغه خپل ماشومان دلته روغتون ته راوړي که زموږ سره مرسته وشي ماشومان خو پريږده زموږ غټ کسان هم د خوراک لپاره شی نه لري دولت دي زموږ سره مرستې وکړي.»

په ورته مهال روغتیا پالان هم په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمير په ډيريدو باندې انديښمن دي او غوښتنه کوي چې د خوارځواکۍ په مخنيوي کې دې د طالبانو حکومت او کورنۍ دواړه لاس په کار شي.

په ارزګان کې پر داسي مهال په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کيدو راپورونه ورکول کيږي چې تردې مخکې هم له ډيرو ولايتونو څخه ورته راپورونه نشر شوي.

په ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين هم یادې ستونزې مني او زياتوي چې دوی د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره بیلابيلې لارې چارې پر لاره اچولي دي.

په ارزګان کې د طالبانو لخوا د موسېساتو د برخې مشر مولوي حسن وايي چې دوی د بیلابیلو لارو هڅې پیل کړي ترڅو په خوارځواکۍ د اخته ماشومان کچه کمه شي.

هغه وايي د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي په هدف د يو شمير موسېساتو لخوا څخه په دغه ولايت کې ماشومانو ته د غذايي موادو ويش پېل شوی.

طالبان وایي، د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د یو شمیر موسېساتو سره غږیدلي او خلکو سره به مرسته وکړي

د مولوي حسن په خبره چې دوی هڅې پیل کړي ترڅو د اړمنو خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي.

نوموړي وويل:«موږ د بېلابېلو موسېساتو سره پر دې غږيدلي يو چې څه ډول کيږي چې د خوارځواکۍ مخه ونيول شي دغه اوس هم په مرکز ترينکوټ او ولسوالیو کې د KRO موسېسې لخوا چې مالي چارې يې د WFP پر غاړه دي له کورنيو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کوي په دغه مرستو کې د خوارځواکه ماشومانو لپاره هم مواد موجود دي.»

د جون اومه چې د خوندي خوړو نړیواله ورځ وه د ملګروملتونو په حواله د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړې د خوړو خوندیتوب نه لري، یعنې کافي خواړه نه لري چې ویې خوري.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې هرکال په هرو لسو کسانو کې یو تن د خوړو له امله په ناروغیو اخته کېږي او زیاتوي په داسې حال کې چې خوندي یا مصئونه خواړه د ښې روغتیا نښه ده، نامصئونه یا ناسالم خواړه یا غذا کولای شي ډېرې ناروغۍ رامنځته کړي.

یوه مهمه ناروغي چې په افغانستان کې د خوړو د کمبود یا ناسالم غذایي سیستم په نتیجه کې رامنځته شوې، هغه په دې هېواد کې په خوارځواکۍ د سلګونه زره ماشومانو اخته کېدل دي.

افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې ګڼ شمیر ماشومان یې خوار ځواکه دي. د ملګروملتونو په حواله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې د افغانستان شاوخوا ۱۹،۸ میلیون خلک په لوږه کې ژوند کوي او په دې هیواد کې د خوراکي موادو بیې هم ډېرې پورته تللي چې خلک یې د اخیستو توان نه لري.