نیمروز کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

اطلاعات روز: د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د WFP یا د خوړو نړيوال پرګرام له لوري پر ۵۰۰ بې وزله کورنيو خوراکي توکي وویشل شول.

په نيمرزو کې د طالبانو د طبيعي پيښو پر وړاندې دمبارزې ريیس مولوي محمدقاسم محمد وایي، یادو مرستو کې ۲۰۰ کيلو وريجي،۲۰ ليټره غوړې، ۶۰ داني د ماشومانو د خوارځواکۍ پاکټونه، ۲۱ بيسکیټ او دوه کيلو مالګه شامله ده، چې وچکالۍ ځپلو او بې وزله کورنیو سره ترسره شوې.

نوموړی وايي، لاهم  ددغه ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې اړمنې کورنۍ مرستو ته اړتيا لري او په کار ده چې له خلکو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې ترسره شي.

په ورته مهال هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي زياتې خوشاله دي خو زياتوي چې د طالبانو حکومت او نړيوال موسېسات اړمنو سره خپلې مرستې ډیرې کړي.

دغه مرسته ترلاسه کوونکي وايي، چې د وچکالۍ او تيرو جګړو له امله يې اقتصادي حالت زيات خراب شوی او په کار ده چې له دوي سره په راتلونکي کې هم ورته مرستې وشي.

داپه داسي حال کې ده چې د طالبانو بیا ځل راتګ سره خلک له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شويو پيسو شاوخوا ٣٠ سلنه ترلاسه شوي دي.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه تشه باید تر ژمي مخکې ډکه شي.

دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره تر ټولو ستره غوښتنه وکړه او ویلي یې و چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.